انصار (د سنبلی 25مه) د طالبانو د حکومت ویاند وایي چې د مسکو فارمټ په ناسته کې به د بهرنیو چارو سرپرست وزیر په مشرۍ د دوی پلاوی ګډون وکړي
یاده ناسته د روانې سپټمبر میاشتې په ۲۹مه نېټه په روسیه کې جوړیږي.
د طالبانو دحکومت ویاند ذبیح الله مجاهد کلید راډیو ته وایلی چې د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي په مشرۍ پلاوی به په دغې ناسته کې د غونډې ګډوانوالو ته د افغانستان په اړه معلومات ورکړي او په سیمه ییزو همکاریو به هم خبرې اترې وشي: "دوی به د افغانستان د وضعیت په اړه وضاحت ورکړي، همداراز هلته به د سیمه ییز اتصال، همغږۍ، اقتصادي راکړې ورکړې د پیاوړتیا په اړه به له ګډونوالو هېوادونوسره خبرې اترې وکړي، د هغوی نظرونه به هم واوري او همکاري به راجلب کړي."
د چارو کارپوهان له نړیوالو سره هر ډول ناستې او ملاقاتونه د افغانستان په ګټه بولي او وایي چې افغانستان باید په داسې ناستو کې هغوی ته قناعت ورکړي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د یادې ناستې د اجنډا په اړه ویلي چې د دغې ناستې ګډونوال به د افغانستان د اوسني وضعیت، د افغانانو تر منځ د خبرو اترو، له کلونو جګړې وروسته د افغانستان د بیارغونې او د سیمې هېوادونو د امنیت تضمین په تړاو به خبرې اترې وکړي.
LINK: https://www.ansarpress.com/english/27023